افغان سيکيورټي فورسز کندهار ولايت کښې پنځويشت طالب جنګيالي وژلي دي

افغان سيکيورټي فورسز کندهار ولايت کښې پنځويشت طالب جنګيالي وژلي دي

افغان سيکيورټي فورسز کندهار ولايت کښې په چيک پوسټونو د طالبانو د حملے کوشش ناکامه کړي او جوابي کارروائۍ دوران ئې پنځويشت جنګيالي وژلي دي،ارغستان ضلع کښې هم پوليسو سره نښتې په وخت پنځلس طالبان وژلي شويدي
د افغانستان دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د کندهار ولايت په تخته پل اولسوالۍ کښې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټونو د طالبانو د حملو کوشش ناکامه کړي شويدے
بيان ترمخه طالبانو په يو چيک پوسټ حمله کړي وه چې د هغې وروستو هوائي ځواکونو په طالبانو بمباري وکړه او پنځلس جنګيالي ئې ووژل
بلخوا د دې ولايت په ارغستان اولسوالۍ کښې د پوليسو او طالبانو ترمينځه نښته شويده چې پکښې پنځلس جنګيالي وژلي شوي او اته پوليس اهلکار ژوبل شويدي