افغان صدر ډاکټر اشرف غنى دافغانستان ارمى چيف، وزيردفاع او وزيرداخله بدل کړيدى

افغان صدر ډاکټر اشرف غنى دافغانستان ارمى چيف، وزيردفاع او وزيرداخله بدل  کړيدى ۔ افغان صدر ارمي چيف جنرل ياسين ضيادخپلې عهدې نه لرې کړې او جنرل ولي محمد احمدزئي ئي نوې ارمي چيف ټاکلې دي

افغان صدر دفتر نه جاري شوي بيان مطابق جنرل بسمه الله خان محمدي دافغانستان نوې قائم مقام وزيردفاع تعينات کړې شوې، هم دغه رنګ جنرل عبدلستار مير زکوال د افغانستان نوې قائم مقام وزيرداخله او حيات الله حيات وزير براے دهي بحالي او ترقي ټاکلې شوې دې، افغانستان کښې دتشدد پيښې سيوا شوي دي او طالبان مختلف صوبو کښې ديرش نه سيو ضلعو باندې قبضه کړې، ځيني سيمو کښې افغان سيکيورټي فورسز طالبان وسله والو ته تسليم شوي دي