افغان صدر ډاکټر اشرف غني د پي آئي اے جاز په حادثه د خفګان اظهار کړے

قوي امکان دے چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځه دغه مذاکرات په قطر کښې وشي: اشرف غني

افغان صدر ډاکټر اشرف غني د پي آئي اے جاز په حادثه د خفګان اظهار کړے او وئيلي ئي دي چې په دے سخت وخت کښې مونږ افغانان د پاکستاني ورونړو او پاکستان حکومت سره يو

د پي آئي اے جاز د راپريوتو په پيښه باندي د افغانستان صدر ډاکټر اشرف غني ټويټ کړے ،وئيلي ئي دي چې کراچۍ کښې د جاز غورځيدو په نتيجه کښې په حق رسيدلے خلقو باندي مې زړۀ دډديدلے دے
ډاکټر اشرف غني پخپل ټويټ کښې ليکلي چې حکومت پاکستان او د پاکستان خلقو ته د زړۀ نه غمشريکي وړاندي کوم او داچې افغانان په دے سخت وخت کښې د خپلو ورونړو پاکستانيانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي