افغان طالبانو او مزاحمتى ډلې ترمينځه تهران کښې ملاقات

افغان طالبانو او مذاحمتې ډلې ترمينځه تهران کښي اهم ملاقات شوې دې،د طالبانو نائب ترجمان بلال کريمي تصديق کړې دې چې طالبان چارواکي په تهران کښي د مذاحمتې ډلې مشرانو اسماعيل خان او احمد مسعود سره ناسته کړې ده

افغان طالبانو او مذاحمتي ډلې ترمينځه تهران کښې ليده کاته شوي دي،نائب ترجمان بلال کريمي په ټوئټر بيان کښي تائيد کړې ده چي افغان عبوري حکومت وفد د اسماعيل خان او احمد مسعود سره ليدلي دي،بلال کريمي يا افغان چارواکو تراوسه پورې نور تفصيلات نه دي جاري کړې چي په دغه ملاقات کښي په کومو موضوعاتو خبرې شوې دي،بلال کريمي په ټوئټر بيان کښې وئيلي دي چي ملاقات پر مهال افغان وفد دواړو ليډرانو ته ډاډ ورکړې دې چې هغوې د کوم تشويشن نه بغير افغانستان ته واپس راتلې شي،بلال کريمي زياته کړې ده امارت اسلامي هسه کوي چي هيچا ته د مخالفت موقع ورنه کړې شي دا ملاقات پر داسي مهال شوې چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ کښې د اوچتے پائے يو وفد تهران ته د ايران په بلنه سفر کړې دې په افغانستان د طالبانو کنټرول نه پس احمد مسعود پنجشير نه د طالبانو په ضد مذاحمت شروع کړې وو خو طالبانو پنجشير باندې هم قبضه کړې وه او احمد مسعود او امر الله صالح دواړه له پنجشير نه وتلې وو،دغه رنګ اسماعيل خان هم هرات کښې د طالبانو په ضد سخت مذاحمت کړې وو خو ورستو ئې طالبانو ته وسله غورځولې وه او طالبانو هغه لپاره د عامې معافې اعلان کړې وو