افغان طالبانو د اولسمشر اشرف غني د دفتر پرانستو وړانديز مسترد کړې

0
682
افغان طالبانو د اولسمشر اشرف غني د دفتر پرانستو وړانديز مسترد کړې

افغان طالبانو د اولسمشر اشرف غني لخوا افغانستان کښې د دفتر پرانستو وړانديز مسترد کړې او غوښتنه ئي کړيده چي نړي واله ورور ولي دي دوحا کښې موجود د افغان طالبانو دفتر تسليم کړي
افغان طالبانو لخوا جاري شوي يو بيان کښې د اولسمشر اشرف غني د افغانستان دننه دفتر پرانستو پيشکش رد کړې شويدې،بيان کښې غوښتنه شويده چي عالمي برادري دې د قطر سرښار دوحا کښې موجود دفتر اومني
افغان صدر اشرف غني د ننګرهار ولايت دورې پر مهال وئيلي وو چي هغوي افغانستان کښې پائيداره امن راوستل غواړي
د يادوني وړ ده چي تيره مياشت هم ډاکټر اشرف غني افغان طالبانو ته د افغانستان حکومت سره براه راست مذاکراتو کولو پيشکش کړې وو ولي طالبانو افغان حکومت کټ پتلي بللې او د هغه پيشکش ئي مسترد کړې وو