افغان طالبانو د تخار ولايت په ينګي کلا او درقد اولسواليو قبضه کړېده

افغان طالبانو د تخار ولايت په ينګي کلا او درقد اولسواليو قبضه کړېده

افغان طالبانو د تخار ولايت په ينګي کلا او درقد اولسواليو قبضه کړېده، افغان چارواکو په دې ضلعو د طالبانو د قبضے تصديق کړے او وئيلي ئې دي چې سيمې د طالبانو نه واپس اخستو لپاره آپريشن جاري دے
د افغانستان خبري ادارو ترمخه د تخار ولايت په مختلفو سيمو د طالبانو د حملو سلسله جاري ده او وسله والو ينګي کلا اولسوالي هم قبضه کړيده
دې نه مخکښې طالبانو درقد ضلع باندې قبضه کړي وه
د تخار د والي وياند جواد هجري په دې اولسواليو د طالبانو د قبضے تصديق کړېدے
د هغه وينا وه چې دواړه ضلعې د طالبانو ولقے نه واپس اخستو لپاره عمليات جاري دي چې پکښې اتويشت طالبان وژلي شويدي او ډير زر به دا سيمې د وسله والو نه پاکې کړې شي