افغان طالبانو د دولت دوه ويشت پوځي اهلکار خوشي کړي,ذبيح الله مجاهد

افغان طالبانو د دولت دوه ويشت پوځي اهلکار خوشي کړي,ذبيح الله مجاهد

افغان طالبانو د دولت دوه ويشت پوځي اهلکار خوشي کړيدي ،د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وائي چې د بين الافغاني مذاکراتو په شروع کښې د ښه نيت لپاره قيديان خوشې کړې شوي ،هغه په افغان دولت غږ کړې چې د اعتماد سازۍ لپاره دغه شان ګامونه پورته کړي
په قطر کښې د بين الافغاني مذاکراتو د شروع کيدو پر ترس کښې افغان طالبانو د خير سګالۍ په توګه دوه ويشت افغان سيکيورټي اهلکار خوشي کړيدي.افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وائي چې په مختلفو جهګړو کښې د دولت دغه عسکر نيولې شوي وو او د مذاکراتو په شروع کښې د ښه نيت له امله دغه قيديان خوشي کړيدي.افغان طالبانو وياند په دولت غږ کړې چې د اعتماد او ښه فضا جوړولو لپاره دې هغوي هم داسې ګامونه پورته کړې