افغان طالبانو سعودي عرب کښې شوي کانفرنس باندي سختې نيوکې کړي

0
419
قندهار ولايت کښې په طالبانو چاودنه کښې اووه ديرش جنګيالي وژلي شوي

افغان طالبانو سعودي عرب کښې تابيا کړې شوي کانفرنس باندي سختې نيوکې کړيدي او وئيلي دي چي هغوي د توقع نه لري چي د اسلام او کفر په جنګ کښې به سعودي عرب د امريکې ملاټر کوي
د افغان طالبانو لخوا جاري شوي يو بيان کښې په تاريخ کښې وړومبي ځل د سعودي عرب پحقله سخته ژبه استعمال کړې شويده او وئيلي شويدي چي د سعودي عرب غوندې د اسلامي هيوادونو مشر ملک نه هغوي دا توقع نه لري چي د اسلام او کفر په جنګ کښې به د امريکې حمايت اوکړي
خپل بيان کښې افغان طالبانو د تيرو اوولس کالو راهسي روان خپل جدوجهد،جهاد ګرځولې او وئيلي دي چي هغوي به چا ته هم دا اجازت ورنکړي چي د هغوي جهاد ته دې د فساد نوم ورکړي
بيان کښې زياته کړې شويده چي اسلامي کانفرنس ته د هغوي د جائز جدوجهد ملاټر کول پکار دې څه رنګ چي هغوي وړاندې هم کړيدې
سعودي عرب نه د افغان طالبانو د خفګان وجه هاغه اسلامي کانفرنس دې کوم چي د سعودي عرب او اسلامي ملکونو تنظيم او آئي سي په مرسته تابيا شوي وو،کانفرنس کښې د ټولې نړې نه علما کرام پشمول پاکستاني علماو هم ګډون کړېدې