افغان قامى ائير لائن، آريانا افغان ائير لائن او کام ائير لائن پاکستان نه شيډول شوى پروازونو لپاره اجازت غوښتې

د افغانستان هوابازۍ وزارت پاکستان سول ايوي ايشن اتهارټۍ ته خط لکلې دې، خط کښې د پروازانو بحالۍ لپاره اجازه طلب کړي شويده او ايوي ايشن په شعبه کښې د مرستې غوښتنه هم شويده

افغان سول ايوي ايشن د پاکستان سول ايوي ايشن سيکرټري شوکت علي له خط لکلې دې، خط کښې افغان قامي ايئر لائن، آريانا افغان ايئر لائن او کام ائير لائن لخواپاکستان ته شيډول شوي پروازونو لپاره اجازه طلب کړي شويده خط کښې ايم او يو په بنياد اجازه غوښتل شويده او پاکستان حکومت ته باضابطه طور باندې د کابل ايئر پورټ فعال کيدو اطلاع هم ورکړې شويده خط کښې افغان حکومت پاکستان نه هوابازۍ په شعبه کښې د مرستې غوښتنه هم کړېده