افغان قونسل جنرل د بلوچستان نګران وزېر اعلی سره ملاقات کړې

افغان قونسل جنرل د بلوچستان نګران وزېر اعلی سره ملاقات کړې

افغان قونسل جنرل د بلوچستان له نګران وزېر اعلی څخه خواست کړې، چې د دې صوبې په بېلابېلو جيلونو کې د بندي افغانانو د ستونزو نه ځان خبراول او د هغه حل لپاره ګام پورته کړل شي ،

دغه خبرې د افغانستان د کونسلګرۍ کونسل جنرل مولوي ګل حسن د بلوچستان له نګران وزير اعلی مېر علي مردان خان ډومکي سره د ليدنې پر مهال وکړې.په دې ملاقات کې د پاکستان او افغانستان په اړیکو، د افغان کډوالو د ستونزو په ګډون د دوه اړخیزو ګټو په نورو مسایلو خبرې وشوې. او د دواړو ملکونو د سرحدي سيمو خلک يو شان ژبه او کلتور لرلو او د اوږدمهاله تعلقات په ساتلو يې اتفاق اوکړو. د ملاقات په مهال د افغان کونسل جرنل مولوي ګل حسن وويل، چې د افغانستان نوى قائم شوى حکومت له پاکستان سره په ټينګو او ښو تعلقاتو باور لري. او له پاکستان سره دوه اړخیز تعلقات ښه ساتل د افغانستان د نوي حکومت په ترجيحاتو کې شامل دې . مولوي ګل حسن وزېر اعلی ته ووايل چې له تاسو سره د ليدنې مقصد مه د سرحدي ستونزو او د سوداګرې د پراختيا په شمول د افغان کډوالو پر ستونزو رڼا اچول وو. او زه د پاکستان له حکومت او خلکو څخه د اوږد مهال لپاره د افغان کډوالو د مېلمه پالنې مننه کوم. د افغانستان قونسل جرنل مولوي ګل حسن زياته کړه چې د صوبې په مختلفو جيلونو کې د بندي افغانانو ستونزې په ګوته کول او د حل خواست يې وکړه، چې په کوم باندې وزيراعلي بلوچستان علي مردان خان وويل، چې افغانستان او پاکستان دواړه مسلمان هيوادونه دي او د مسلمان ګاونډیانو په توګه، دا زموږ زمه ده چې د افغان کډوالو ساتنه وکړو.او د بنديانو په شمول نورو ستونزو په حق له به وفاقي حکومت سرا خبرا اوکړم او د وفاقي حکومت پالېسې قانون مطابق به صوبايي حکومت د افغان کونسلګرۍ سره د ټولو ستونزو په هواري کې پوره همکاري کوي