افغان مفاهمتى عمل په حواله په وړومبى ځل يووالې رامخې ته شوى، اشرف غنى

0
25
افغان اولسمشر اشرف غني په يوه ورځني دوه نوے دهلي ته تلے دے

افغان اولسمشر اشرف غنى وئيلى دى چې هيواد کښې ئې د صلحې په حواله په وړومبې ځل يو والې رامخې ته شوېدے او دا چې طالبانو سره د روانې شخړې سياسى حل عزم لرو

چين کښې د شنګهائى تعاون تنظيم اجلاس ته وينا په وخت افغان اولسمشر وئيلى دى چې طالبانو ته د صلحې وړانديز جامع دے او په دې خوشحاله يو چې وسله والو هم د دې وړانديز مثبت جواب ورکړېدے
اشرف غنى د افغانستان امن او استحکام لپاره د نړى والې ورورولۍ د کوششونو او ملاټر هرکلې کړېدے
هغه دا هم ووئيل چې د افغان مفاهمتى عمل لپاره په نړې وال کچ هلې ځلې روانې دى د کوم چې مونږ د دوى شکريه ادا کوؤ
افغان اولسمشر زياته کړه چې ملک نه کرپشن ختمولو، حکومتى عملدارى قائمولو او معاشى پرمختګ په عزم ټينګ ولاړ يو او دا چې د جمهوريت ودې لپاره به پارليمانى ټاکنې روان کال او صدراتى ټاکنو کال دوه زره نولسم کښې کولې شى