افغان پوليس غزني ولايت کښي دوه مهم طالب کمانډرانو وژنې دعوي کړي

0
54
افغان پوليس د عملياتو پر مهال غزني ولايت کښي د دوه مهم طالب کمانډرانو د وژنې دعوي کړيده ولي افغان طالبانو د دې پخلې نه دے کړے،نښته کښي درې نور طالب جنګيالي ژوبل شوي هم دي 
د افغان داخله وزارت لخوا  جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي پوليسو غزني ولايت کښي د عملياتو پر مهال  دوه مهم طالب کمانډران وژلې دي 
بيان کښي وئيلي شويدي چي پوليسو د غزني ولايت دهي ياک او ګيلان  اولسواليو کښې د طالب جنګيالو پر ضد عمليات پيل کړيدي ، پر دے مهال د پوليس او طالب وسله والو ترمينځه نښته شويده چي پکښي دوه مهم طالب کمانډران وژلې شويدي ، نښته کښي درې نور طالب جنګيالي ژوبل شوي هم دي 
داخله وزارت خپل بيان کښې د يو طالب کمانډر  پيژندګلو د خالد په نامه کړيده ولي د دويم کمانډر په اړه ئي څه نه دي وئيلي 
بيان کښې د پوليس ځوانانو ته د اوړيدلې مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه دي وئيلي شوي ، دغه رنګ  طالبانو هم غزني ولايت کښې د خپلو دوه مهم کمانډرانو د مرګ پحقله د بيان ورکولو نه ډډه کړيده
د ياودنې ووړ ده چي غزني ولايت د افغانستان  ناقلاره سيمه کښي شميرلې کيږي چرته چي د افغان طالبانو پشمول نورې وسلې واله ډلې د حکومت  پر ضد وخت پر وخت  کارروائيانې کوي