افغان چارواکو بلخ ولايت کښې عملياتو دوران د پنځويشت طالبان جنګيالو د وژنې دعوي کړې

افغان چارواکو بلخ ولايت کښې عملياتو دوران د پنځويشت طالبان جنګيالو د وژنې دعوي کړې

افغان دولتي چارواکو بلخ ولايت کښې د طالبانو خلاف عملياتو دوران د پنځويشت جنګيالو د وژنې دعوي کړېده،د سيکيورټي فورسز کارروائۍ په مهال مقامي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړيدو اطلاعات دي
د بلخ د ګورنر ترجمان منيراحمد خبري ادارو ته وئيلي دي چې دولت آباد نومي کلي کښې د طالبانو په مرکزونو جنګي الوتکو بمباري کړيده
د هغه وينا وه چې بمبارۍ لوجې پنځويشت طالبانو وژلي شوي او د دوي ټهکانې هم تباه کړي شويدي
بلخوا د افغان ميډيا رپورټونو کښې وئيلي شويدي چې دې فضائي کارروائۍ دوران مقامي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوړيدلي ده
خبري ادارو د سرچينو په حواله وئيلي دي چې جنګي الوتکو په بمبارۍ کښې د يو زميندار کور هم تباه شويدي چې لوجې ئې يو ماشوم او يوې زنانه پشمول څلور کسان په حق رسيدلي دي
د بلخ ولايت انتظاميې او پوځي چاررواکو بمبارۍ لوجې مقامي کسانو ته اوړيدلي مرګ ژوبلې رپورټونه رد کړيدي

blank