افغان چيف ايګزيکټو ډاکټرعبدالله عبدالله د هندوستان وزيراعظم نريندرمودى سره ملاقات کړے

0
95

افغان چيف ايګزيکټو ډاکټرعبدالله عبدالله د هندوستان وزيراعظم نريندرمودى سره ملاقات کړے چې پکښې دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا خبرى شوى،په دې موقع د دواړو ملکونو ډيپلوميټانو د يو بل هيوادونو بغېر ويزې تګ راتګ په اړه معاهده هم لاس ليک شوېده

ډاکټرعبدالله عبدالله چې د هندوستان په دوره دے نوى دلى کښې د هندوستان وزيراعظم نريندر مودى او خارجه وزيرې سشماسوراج سره بيل بيل ملاقاتونه کړى دى
ملاقاتونو پرمهال دوه اړخيزه تعلقات مضبوطول او مختلفو شعبو کښې همکارۍ لا سيوا کولو پشمول د سيمې او نړۍ سيکيورټۍ په صورتحال خبرى اترې شوى دى 
دې نه علاوه دواړو هيوادونو سټريټجکى تړون په اړه هم د خيالاتو بدلون شوېدے
په دې موقعه د دواړو ملکونو ډيپلوميټانو د يو بل هيوادونو بغېر د ويزو تګ راتګ په اړه معاهده هم لاس ليک شوېده
ياده دې وى چې ډاکټرعبدالله عبدالله ترهه ګرۍ په ضد نړى وال کانفرنس کښې ګډون لپاره د هندوستان په دوره دے