اقتصادي رابطه کميټۍ ګيس قيمتونو کښې اضافې منظوري ورکړي

د مشير خزانه عبدالحفيظ شيخ په مشرۍ کښې د اقتصادي رابطه کميټۍ اجلاس شوے

تبديلي سرکار د مهنګائۍ په شکل کښې اولس باندې يو بل بم غورځولې دے او ګهريلو صارفين لپاره ئې ګيس په نرخونو کښې اضافه کړيده،سرچينې وائي چې د نوي ګيس قيمتونو اطلاق به يکم جولائي نه کولې شي
د مشير خزانه عبدالحفيظ شيخ په مشرۍ کښې اقتصادي رابطه کميټۍ اجلاس شوې چې پکښې د ګيس نرخونو کښې اضافې منظوري ورکړې شويده
سرچينې وائي چې ګهريلو صارفين لپاره ګيس يو سل نوي فيصد پورې ګران کړې شويدے او دې نه علاوه په نور کيټګريز لپاره ګيس نرخونو کښې يو ديرش فيصد نه سيوا اضافې منظوري ورکړې شويده
ذرائع دا هم وائي چې د ګيس قيمتونو کښې اضافه آئي ايم ايف په شرائط کښې شامل وه او دې اضافې سره به حکومت ته پنځه سوه ارب نه سيوا ريونيو ميلاويږي
سرچينو مخکښې وئيلي دي چې د ګيس نوي قيمتونو اطلاق به يکم جولائي نه کيږي