اقتصادي رابطه کميټې د پاکستان سټيل ملز ټول ملازمين نوکرو نه لرې کولو منظوري ورکړې

اقتصادي رابطه کميټې د پاکستان سټيل ملز ټول ملازمين نوکرو نه لرې کولو منظوري ورکړې

د اقتصادي رابطه کميټې اجلاس کښې د پاکستان سټيل ملز ټول ملازمين نوکرو نه لرې کولو منظوري ورکړې شويده، اي سي سي وائي چې نهه زره نه سيوا ملازمينو ته به في کس دري ويشت لکه روپے معاوضه ورکولې شي او دې لپاره غونډه کښې د اتلس اربه روپو پيکج تيار شويدې
د مشير خزانه عبدالحفيظ شيخ په مشرې کښې د اقتصادي رابطه کميټې غونډه شوې چې پکښې د پاکستان سټيل ملز نهه زره درې سوه پنځوس ملازمين نوکرو نه لرې کولو منظوري ورکړې شويده
غونډه کښې پاکستان سټيل ملز لپاره د اتلس اربه روپو منظوري هم ورکړې شوېده،دغه رقم به د سټيل ملز ملازمينو کښې تقسميولې شې او هر ملازم ته به دري ويشت لکه روپے پيکج ميلاويږي
اي سي سي وائي چې غونډه کښې مغربي بارډرز مينجمنټ لپاره اته اربه څلور اتيا کروړه روپو تکينيکي ګرانټ منظوري هم ورکړې شوې ، دغه رقم به د سول آرمډ فورسز هر قسمه مرستو لپاره استعمالولې شي

blank