اقوام متحده دفتر مخې ته کشميريانو احتجاج کړے

اقوام متحده دفتر مخې ته کشميريانو احتجاج کړے

نيويارک کښې د دهشت ګرد، دهشت ګرد ،مودي دهشت ګرد نعرې وهلي شوي، اقوام متحده دفتر مخې ته د وزيراعظم آزاد کشمير راجه فاروق حيدر په مشرۍ کښې کشميريانو ګنړه شميره کښې د بهارتي فوج ظلمونو خلاف احتجاجي مظاهره کړيده،راجه فاروق حيدر وائي چې مودي سرکار د مقبوضه کشمير نه جيل جوړ کړي ، د تير درې هفتو راهسې وادۍ کښې کرفيو نافذ ده،ملګري ملتونه دې خپل کردار ادا کړي
نيويارک کښې واقع اقوام متحده دفتره مخې ته کشميري اولس لويه شميره کښې د وزيراعظم آزاد کشمير راجه فاروق حيدر په قيادت کښې احتجاجي مظاهره کړې او د دهشت ګرد ،دهشت ګرد مودي دهشت ګرد نعرې ئې وهلي دي
احتجاج کښې د زنانؤ او ماشومانو هم لويه شميره کښې ګډون کړيدے
په دې موقع د آزاد کشمير وزيراعظم راجه فاروق حيدر خپل خطاب کښې اقوام متحده ته اپيل هم کړے چې د مقبوضه کشمير په معامله کښې دې خپل کردار ادا کړي ،مودي سرکار د مقبوضه کشمير نه جيل جوړ کړےاو تير درې هفتو راهسې وادۍ کښې کرفيو نافذ ده
راجه فاروق حيدر مخکښې اووئيل چې که مودي سرکار آزاد کشمير باندې د حملې کوشش اوکړو نو خطه کښې يو لوئي جنګ جوړيدے شي