العزيزيه ريفرنس: نواز شريف اسلام آباد هائي کورټ سره رجوع کړې

العزيزيه ريفرنس: نواز شريف اسلام آباد هائي کورټ سره رجوع کړې

العزيزيه سټيل مل،ميا نواز شريف په طبي بنيادونو سزا معطلې لپاره يو ځل بيا اسلام آباد هائي کورټ سره رجوع کړې او دې حوالې سره ئي درخواست جمع کړي،درخواست کښې وئيلي شوي چي د سزا خلاف فيصلې پورې دې په طبي بنيادونو ضمانت ورکړې شي
پخواني وزير اعظم ميا نواز شريف العزيزيه سټيل مل ريفرنس کښې د اووه کاله سزا معطلې لپاره يو ځل بيا اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست جمع کړې،درخواست کښې د عدالت نه په طبي بنيادونو د سزا معطلې استدعا شويده،د مياصيب سزا معطلې درخواست سره ميډيکل رپورټس او د ډاکټرانو رائے هم منسلک کړې شويده
يادوني وړ ده چي اسلام آباد هائي کورټ دې وړاندې د ميا صيب سزا معطلې درخواست خارج کړې وو چي وروستو ئي هغوي د فيصلې په ضد سپريم کورټ سره رجوع کړې وه،سپريم کورټ د علاج لپاره د ميا نواز شريف سزا شپږ هفتو پورې معطل کولو حکم ورکړې وو