اليکشن کميشن آرټى ايس کښې د خرابۍ انکوائرى کولو فيصله کړى

0
30
اليکشن کميشن آرټى ايس کښې د خرابۍ انکوائرى کولو فيصله کړى

اليکشن کميشن عام انتخاباتو کښې ريزلټس ټرانسميشن سسټم کښې تعطل پيدا کيدو د معاملې انکوائرى کولو فيصله کړې او د تحقيقاتو لپاره ئې کيبنټ ډويژن ته مراسله ليږلې ده

اليکشن کميشن لخوا کابينه ډويژن ته ليږلى شوى مراسله کښې د آر ټى ايس د خرابۍ انکوائرى کولو لپاره کميټى ټاکلو سفارش شوېدے
مراسله کښې هدايت شوېدے چې دې انکوائرى کميټۍ کښې دې د پى ټى اے نه علاوه د اين ټى آئى ايس بى تکنيکى ماهرين شامل کړې شى
دغه رنګ اليکشن کميشن د تحقيقاتى کميټۍ رپورټ څلور هفتو کښې جارى کولو هدايت هم کړېدے
ياده دې وى چې په پنځويشتم جولائى ملک کښې شوى اليکشن دوران نتائج جارى کوونکى آرټى اس سسټم کښې خرابى پيدا شوې وه چې له وجې ئې د انتخابى حلقو نتيجې په ګهنټو ګهنټو ليټ شوې وے