اليکشن کميشن اف پاکستان دراتلونکى عام انتخاباتو لپاره ضابطه اخلاق جارى کړيدې

0
26
Election Commission of Pakistan

اليکشن کميشن اف پاکستان دراتلونکى عام انتخاباتو لپاره ضابطه اخلاق جارى کړيدې ،هدايات کښې شامل دى چې د پبلسټى مټيريل کښې د ضابطه اخلاق خلاف ورزى به چرى هم برداشت نه کړى شى
تفصيلاتو تر مخه اليکشن کميشن اف پاکستان د کال دوه زره اتلسم عام انتخاباتو لپاره ضابطه اخلاق جارى کړېدى
ضابطه اخلاقو کښې راتلونکى عام انتخاباتو لپاره انتخابى مهم کښې استعماليدونکى پوسټرو او بينرو سائز مقرر کړېدې او دا چې په بينروباندى دغير متعلقه تنانو تصوير لګول ئې هم ممنوع ګرځولې دى
تفصيلات زياتوى چې ضابطه اخلاق کښې د ټولو قسمونو پينا فليکس او هورډنګ بورډ په استعمال باندى مکمل پابندى لګولې ده
هداياتو کښې دا هم شامل دى چې ټول سياسى جماعتونو اميدواران به د ضابطه اخلاق پورا پورا خيال ساتى او په دې لړ کښې متعلقه حکام او مانيټرنګ ټيمونو ته هم هدايات ورکړې شويدى چې دضابطه اخلاق خلاف ورزى کولو صورت کښې متعلقه تن ياسياسى پارټى خلاف قانون مطابق کاروائى اوکړى