اليکشن کميشن اف پاکستان په بشپړه توګه صوبه خېبرپښتونخوا کښې د بلدياتى ټاکنو فېصله کړې

اليکشن  کميشن اف پاکستان  په بشپړه توګه  صوبه خېبرپښتونخوا کښې د بلدياتى ټاکنو فېصله کړې او  لومړۍ مرحله کښې  به د دسمبر مياشت په نورلسمه نيټه  په اوولس  ضلعو او دغه رنګ راروان کال  د جنورۍ مياشت  په شپاړسمه نيټه به په باقى پاتې ضلعو کښې بلدياتى انتخابات کولې شى

په دې اړه  سرښار اسلام اباد  د اليکشن کميشن مرکزى دفتر کښې  د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه  په مشرې کښې  مهمه غونډه شوې چې پکښې  د خېبرپښتونخوا  سينئر وزير محمد عاطف خان ،چيف سيکريټرى ډاکټر کاظم نياز ، سيکريټرى لوکل ګورنمنټ  او نورو چارواکو ګډون کړې

غونډې دوران  د خېبرپښتونخوا واکمنو  دريز خپل کړو چې  صوبه کښې  به  لومړۍ مرحله کښې  ويلج کونسل او نيبرهوډکونسلو انتخابات کولې شى ولې د تحصيل کونسل انتخاب به  په دوئمه مرحله کښې کولې شى

په دغه تجويز اليکشن کميشن اف پاکستان  اووئيل چې په يوه حلقه دوه وارې  ټاکنې کول کړکيچونه  جوړولې شى  او ښه به دا وى  چې په يوځائې پوره ټاکنې اوشى چې اختيارات په لاندې سطح  اولسى نمائندګانو ته منتقل کړې شى

د دغه وروستو اتفاق اوشو چې په نورلسم دسمبر  کال دوه زره يوويشتم به  د صوبې په اوولس ضلعو کښې ويلج ، نيبرهوډ او تحصيل کونسل انتخابات هم په يوه ورځ کولې شى

دغه رنګ  په باقى پاتې ضلعو کښې به  په شپاړسمه جنورۍ کال دوه زره دوويشت بلدياتى ټاکنې سر ته رسولې شى

ياده دې  وى چې  صوبه خېبرپښتونخوا کښې د لوکل ګورنمنټ معياد په اتوويشتم اګست کال دوه زره نولس ختم شوې  خو د مردم شمارۍ  باقاعده اشاعت نه کيدو، کورونا وبا  او د امن وامان خراب صورتحال لوجې  تراوسه  بلدياتى انتخابات نه دى شوى

د اليکشن ايکټ  دفعه دوه سوه نورلسم  شق څلورم ترمخه د بلدياتى ادارو معياد ختميدو  وروستو په شپږ شلې ورځو کښې دننه اليکشن  کول  لازمى دى