اليکشن کميشن دحلقه بنديانوابتدائي رپورټ شائع کړي

اليکشن کميشن دحلقه بنديانوابتدائي رپورټ شائع کړي

اليکشن کميشن دحلقه بنديانوابتدائي رپورټ شائع کړي،اليکشن کميشن وائي چه دي حلقه بانديانو باندي د اته ويشتم اکتوبرنه تر شپږويشتم نومبر پوري اعتراضات جمع کيدي شي اود سماعت روستو به په دريشم نومبر حتمي فهرست جاري کيږي،حلقه بانديانو باندي اعتراضات به د هغي حلقے ووټر جمع کولي شي ،

اليکشن کميشن د نوي حلقه بنديانو ابتدائي رپورټ شائع کړي،اليکشن کميشن په خپل ويب سائټ هم دارپوټ شائع کړي، اليکشن کميشن مطابق حلقه بنديانو باندي اته ويشتم اکتوبر نه شپږويشتم نومبر پوري اعتراضاتو باندي به فيصلے کولي شي ،حلقه بانديانو باندي اعتراضاتو لپاره نقشه به اليکشن کميشن نه په خپل قيمت حاصله ولي شي،او دريشم نومبر باندي به حتمي فهرست جاري کيږي،حلقه بانديانو باندي اعتراضات به د هغي حلقے ووټر جمع کولي شي ،اليکشن کميشن مطابق خيبر پښتون خوا آبادي څلور کروړه اته لاکه او شپږ پنځوس زره او وو نوے ده چي قومي اسمبلي پنځه څلويښت نشستونو کښي يو نشست باندي نهه لاکه ووه زره او نهه سوه ديارلس آبادي باندي تقسيم کړي ده،همدغه رنګ د اليکشن کميشن رپورټ مطابق د خيبر پښتون خوا صوبائي يو سل پينځه لس نشسونو کښي په يو نشست دري لاکه پينځه پنځوس زره او دوه سوه آويا باندي تقسيم کړي دي ، اليکشن کميشن مطابق بلوچستان آبادي يو کروړ آتا څلويښت لاکه ،څلور نوي زره او څلور سوه دوه دي،بلوچستان قومي اسمبلي کښې نشستونو شميره شپاړس دي او يو قومي اسمبلي نشست يي نهه لاکه دريش زره نهه سوه آبادي باندي تقسيم کړي دي،او بلوچستان صوبائي نشستونه يوپنځوس دي او يو صوبائي نشست يي دوه لاکه، دوه نوي زره او ووڅلويښت آبادي باندي تقسيم کړي ،سند آبادي پينځه کروړه ،شپږپنځوس زره او يو سل ووڅلويښت دي سند قومي اسمبلي کښې يو شپتي نشستونه دي او يو نشست يي نهه لاکه، ديارلس زره او دوه پنځوس آبادي باندي تقسيم کړي،او سند صوبائي اسمبلي يوسل دريش نشستونه دي او يو نشست يي څلور ليکه، آتاويش زره او څلور سوه دوه دريش آبادي باندي تقسيم کړي،اليکشن کميشن رپورټ مطابق پنجاب کښې دوه لس کروړه،شپږآويا لاکه ،آتاآتيا زره اونهه سوه دويشت آبادي شميره ده او قومي اسمبلي کښي يوسل يوڅلويښت نشستونه دي ،پنجاب قومي اسمبلي يو نشست باندي نهه لاکه ، پينځه زره او پينځه سوه پينځه نوي آبادي باندي تقسيم کړي ،او پنجاب صوبائي اسمبلي نشستونه دوه سوه ،وو نوي دي او صوبائي يو نشست يي څلور لاکه ،يوکم دريش زره،نهه سوه نهه آبادي باندي تقسيم کړي شويدي