اليکشن کميشن دشانګله نه شوکت يوسفزئى د کاميابۍ نوټيفيکشن اودرولو

0
43
اليکشن کميشن دشانګله نه شوکت يوسفزئى د کاميابۍ نوټيفيکشن اودرولو

اليکشن کميشن د پى کے درويشت شانګله نه کامياب اميدوار شوکت يوسفزئى د کاميابۍ نوټيفيکشن اودرولو ، د زنانوؤ ووټرانو ټرن اوټ په معامله سماعت په وخت غير حاضرۍ له وجې د شوکت يوسفزئى د کاميابۍ نوټيفيکشن اودرولے شوېدے
د خيبرپختونخوا حقله پي کے دريويشتم شانګله باندي د زنانو کم ټرن آوټ په معامله د چيف اليکشن کمشنر سردار رضا خان په مشرې پنځه کسيزه کميشن سماعت کړيدي
د سماعت په موقع درخواست ګزار او کامياب شوي اميدوار شوکت يوسفزئي کښې څوک هم اليکشن کميشن کښې وړاندې نه شول چي لوجي چيف اليکشن کمشنر د کامياب اميدوار د نوټيفيکشن اودرولو حکم ورکړې او سماعت ئي د ديارلسم اګست پورې اوځنډولو
پي کې دريويشتم شانګله کښې د زنانو رجسټرډ ووټونو شميره شپږ اتيا زره شپږ سوه اته نوي ده ولي د پولنګ په ورځ صرف دري زره پنځه سوه او پنځه ديرش زنانو ووټونه پول کړې وو کوم چي د اليکشن کميشن د قانون خلاف ده
د يادونې وړ ده چي د اليکشن کميشن قانون مطابق چي په کومې حلقه د رجسټرډ ووټونو لس فيصده نه کم ووټونه پول شي نو هلته به انتخاب کالعدم ګوځولې شي او بيا به اليکشن کولې شي