اليکشن کميشن دپيپلزپارټي او مسلم ليګ ن غيرملکي فنډنګ معاملې تحقيقات شروع کړي

اليکشن کميشن کښې د خيبرپښتونخوا بلدياتي انتخاباتو متعلق کيس سماعت شوے

اليکشن کميشن اف پاکستان دپيپلزپارټي او مسلم ليګ ن غيرملکي فنډنګ معاملې تحقيقات شروع کړي،دوانړو ګوندونو نمائندګانو ته روانې مياشتي شپيږويشمته نيټه باندې سکروټني کميټي ته پيش کيدو هدايت شويدې
اليکشن کميشن دوانړو سياسي ګوندونو ته نوټسې جاري کړي او ددوانړو جماعتونو نمائندګانو ته داليکشن کميشن سکروټني کميټي کښې په شپيږويشتم نومبر باندي پيش کيدو لپاره وئيلي شوي دي
اليکشن کميشن لخوا جاري شوي اعلاميې مطابق ن ليګ او پيپلزپارټي ته سکروټني کميټي کښې پيش کيدو لپاره بيل بيل وخت ورکړي شويدې
ن ليګ او پيپلزپارټي باندې امريکا او برطانيه نه غيرقانوني فنډنګ الزام دې او دې لړ کښې دتحريک انصاف قامي اسمبلي غړې فرخ حبيب اليکشن کميشن کښې درخواست دائر کړيدې