اليکشن کميشن د تحريک انصاف غيرملکى فنډنګ په حواله د شپاړسم جنورۍ نه مخکښې مخکښې تحريرى جواب داخلولو حکم کړېدے

اليکشن کميشن د تحريک انصاف غيرملکى او ناجائزه ذرائعو نه فنډنګ په حواله د دوؤ درخواستونو سماعت کړے او پى ټى آئى ته ئې د شپاړسم جنورۍ نه مخکښې مخکښې تحريرى جواب داخلولو حکم کړېدے
چيف اليکشن کمشنر سردار رضامشرۍ کښې بنچ د تحريک انصاف غيرملکى او ناجائزه ذريعو نه فنډنګ متعلق د درخواستونو سماعت کړېدے
سماعت دوران د پى ټى آئى مرور غړى اکبرايس بابر وکيل عدالت ته اوئيل چې د اليکشن کميشن احکاماتو باوجود تحريک انصاف د غيرملکى فنډنګ په حواله جواب نه جمع کوى
د هغه وينا وه چې عمران خان د اسلام آباد احتجاج لپاره لندن کښې فنډز راجمع کړې وو ولې د قانون مطابق هيڅ يوه پارټى هم بهرملک کښې فنډنګ نه شى کولے
چيف اليکشن کمشنر د تحريک انصاف په وکيل د برهمۍ اظهار وکړو او وئې وئيل چې د پارټۍ فنډنګ تفصيلات جمع کولو کښې لم ليټ له وجې پټيشن د تحريک انصاف خلاف هم تلے شى او د دې کيس سماعت ئې د شپاړسمې جنورۍ پورې ملتوى کړو،دغه شان د هاشم على بهټه له طرفه دائر شوى درخواست سماعت دوران اليکشن کميشن ته عمران خان يا د هغه وکيل نه دې وړاندې شوے چې له وجې يې د دې کيس سماعت د روانې مياشتې نولسمه نيټې پورې ځنډولې شوېدے