اليکشن کميشن د عمران خان اصف على زردارى او مريم نواز د جمع شوو اثاثو تفصيلات جارى کړيدى

0
22

اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان ، پخوانې صدر اصف على زردارى او د ن ليګ مشرې مريم نواز د جمع شوو اثاثو تفصيلات جارى کړيدى
د دستاويزاتو مطابق عمران خان د امدن ذريعې زراعت ، تنخواه ، پينشن او بينک منافع ده
عمران خان د يو سل اته شپيته ايکړه زرعى زمکې مالک دې او خان صېب غيرملکى دورو تفصيلات هم د نامزدګۍ کاغذونو کښې څرګند کړيدى
عمران خان تير کال د خپل امدن يو لک درې زره روپې ټيکس ادا کړې او د خپلې کور ودانې بشرى مانيکه ،سره ئې د دوه ماشومانو زيرکفالت هم څرګند کړېدې
دستاويزاتو کښې عمران خان د خپل ذاتى ګاډى لرلو نه انکار کړې ولې زيراستعمال فرنيچر او نور سامان ماليت پنځه لکه روپې ښودلې شوې دې
اليکشن کميشن کښې جمع کړې شوى دستاويزاتو مطابق د عمران خان لاهور او اسلام اباد پشمول پاکستان کښې څوارلس جائيدادونه دى کوم چې هغه ته وارثت کښې ميلاو شوى دى
د پخوانې صدر اصف على زردارى اثاثې هم ظاهرې کړې شوى
د هغه ذرائعې امدن زميندارى او کاروبار ښودلې شوې ، د دستاويزاتو مطابق اصف على زردارى د پنځه اوويا کروړه روپو مالک دې ولې هغه د يوې سرکارى ادارې او محکمې ډيفالټر نه دې
د دستاويزاتو مطابق اصف على رزدارى څه کم درې نيم سوه ايکړه زرعى زمکه لرى او د اووه زرو نه زيات ايکړه زرعى زمکه ئې په ټهيکه اخيستې
تير کال اصف على زردارى د زرعى زمکې نه د ديارلس کروړه روپو امدن ترلاسه کړې وو
د پخوانې وزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز هم د اثاثو تفصيلات مخې ته راغلى دى
د دستاويزاتو مطابق مريم نواز د چوهدرى شوګرملز ، حدبيه پيپلزملز ، حدبيه انجينيرنګ لميټډ ، حمزه مل او محمد بخش ټيکسټائل شيئرهولډره ده
د دستاويزاتو ترمخه مريم نواز سره د اوولس نيم لکه روپو سرۀ زر او څه کم پنځه کروړه روپو تحفې ورکړې شوى دى