اليکشن کميشن د مريم نواز د پارټۍ عهدي خلاف د تحريک انصاف درخواست مسترد کړو

اليکشن کميشن د مريم نواز د پارټۍ عهدي خلاف د تحريک انصاف درخواست مسترد کړو

اليکشن کميشن د مريم نواز د پارټۍ نائب صدارت خلاف د تحريک انصاف درخواست مسترد کړو ، اليکشن کميشن مطابق مريم نواز په مشروط توګه نائب صدارت عهده ساتلے شي ولې د پارټۍ قائمقام صدره نشي جوړيدے او نه د صدارت اختيارات استعمالولے شي
د اليکشن کميشن نه مريم نواز ته ريليف ميلاو شوے او مريم نواز د پارټۍ صدارت نه لرې کولو د تحريک انصاف درخواست ئې مسترد کړے
اليکش کميشن د مختصر فيصلې جاري کولو په وخت ووئيل چې په ظاهره د نائب صدارت عهده په مسلم ليګ ن ) کښې يو غير فعاله عهده ده ځکه مريم نواز په دې عهده پاتې کيدے شي او نائب صدره به مشروط توګه باندې برقراره وي چې نه به مريم نواز قائمقام صدره جوړيږي او نه اختيارات په کار راوستے شي
د تحريک انصاف وکيل حسن خان دلائلو په وخت ووئيلي وو چې د قانون سيکشن دوه سوه درې شق دې د آئين ارټيکل دوه شيپته ، دري شپيته په رڼا کښې يو ځائې وکتلے شي ځکه چې کوم تن رکن پارليمنټ جوړيدل اهل نه وي هغه پارټۍ عهدې لپاره هم نااهل وي
د ن ليګ وکيل دلائلو کښې موقف خپل کړے وو چې د پارټيانو سربراه صدر ، چيرمين او يا مير وي خو اصل څيز اختيارات وي کوم چې نائب صدر سره نه وي او سپريم کورټ هم فيصله کښې صرف د پارټۍ د سربراه ذکر دے
د مريم نواز وکيل بيرسټر ظفر الله خان وينا وه چې د آئين ارټيکل دوه شپيته او دري شپيته د اليکشن ايکټ دوه سوه درې په تناظر کښې نشي کتلے کيدے نو ځکه دې د مريم نواز خلاف درخواست مسترد کړے شي
ورستو ميډيا سره خبرو کښې د مريم نواز وکيل بيرسټر ظفر الله خان ووئيل چې په انصاف باندې مبني فيصله کولو باندې د اليکشن کميشن شکرګزار يو
ايډووکيټ جهانګير جدون ووئيل چې نن د حق فتح اوشوه او که چرې فيصله خلاف راغلې وه نو د دې په نورو پارټو هم اثرات پريوتل