اليکشن کميشن د نوے منتخب ارکان اسمبلئ نوټيفيکشن نن جاري کوي

0
11
ضمني انتخاباتو کښي سمندر پار پاکستانيان ووټ اچولے شي،اليکشن کميشن

اليکشن کميشن لخوا نن د نوے منتخب ارکان قومي او صوبائي اسمبلئ د کاميابي نوټيفيکشن جاري کيدو امکان دے
نوټيفکيشن جاري کيدو نه پس به دري ورځو کښي دننه آزاد اميدواران سياسي جماعت کښي د شموليت يا آزاد حيثيت برقرار ساتلو فيصله کوي،اليکشن کميشن به صبا له د زنانو او اقليت په مخصوص نشستونو د کامياب اميدوارانو نوټيفکيشن هم جاري کوي او نهم اګست پورے به د قامي او صوبائي اسمبلو د ټولو کامياب اميدوارانو نوټيفيکشن جاري کولے شي
د دے نه پس به صدر مملکت د قومي اسمبلئ او ګورنران به د صوبائي اسمبلو اجلاس رابللي،قومي اسمبلئ کښي به ارکان حلف اوچتولوسره د سپيکر،ډپټي سپيکر او قائدايوان يعني وزيراعظم انتخاب کيږي،دغه رنګ صوبائي ارکان به هم حلف پورته کوي او د سپيکر،ډپټي سپيکر او وزرائے اعلي انتخاب به کوي