اليکشن کميشن د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس سماعت د روزانه په بنياد کولو فيصله کړي

اليکشن کميشن کښې د خيبرپښتونخوا بلدياتي انتخاباتو متعلق کيس سماعت شوے

د اپوزيشن ګوندونو په مطالبه اليکشن کميشن د پي ټي آئي فارن فنډنګ کيس سماعت د روزانه په بنياد کولو فيصله کړيده،د اليکشن کميشن سکرونټي کميټۍ د دې کيس سماعت لپاره د نهي ورځ مقرر کړيده
د اپوزيشن رهبر کميټۍ ممبرانو تيره ورځ د اليکشن کميشن سيکرټري بابر يعقوب سره درخواست جمع کړي وو چې پکښې د تحريک انصاف فارن فنډنګ کيس سماعت د روزانه په بنياد کولو مطالبه شوي وه
درخواست کښې موقف خپل شوي وو چې دا معامله تير پنځه کالو راهسې زير سماعت ده بايد چې اليکشن کميشن دې د انصاف تقاضې پورا کړي او دا اهم کيس د چيف اليکشن کمشنر د ريټائر کيدو نه مخکښې فيصله کړي
اليکشن کميشن د اپوزيشن ګوندونو دغه درخواست منظور کړے او د روانې مياشتې شپږويشتمه نيټې نه به د دي کيس سماعت د روزانه په بنياد کيږي
ياده دي وي چې اليکشن کميشن کښې دا کيس د پي ټي آئي مرور غړي اکبرايس بابر لخوا دائر کړي شوي وو
درخواست ګزار الزام لګولي وو چې پي ټي آئي ته په غيرقانوني توګه د دوه آف شور کمپنو په ذريعه خواؤ شا ديرش لاکه ډالره فنډنګ شويدے