اليکشن کميشن قبائيلي ضلعو کښې انتخاباتو لپاره اتلس سوه اووه نوي پولينګ سټيشن جوړي کړي

قبائلې ضلعو کښې کيدونکے انتخاباتو لپاره تياري مکمل کړي شوي

اليکشن کميشن اف پاکستان په قبائيلي ضلعو کښې د جولائي په شلمه نيټه کيدونکي انتخاباتو لپاره اتلس سوه اووه نوي پولينګ سټيشن جوړي کړي چي پکښي پنځه سوه څلور پنځوس حساس ترين ګرځولے شويدي
داليکشن کميشن لخوا نه جاري کړے شوي تفصيلاتو ترمخه قبائيلي ضلعو کښې اته سوه دوه اتيا پولنګ سټيشني نارمل ، څلور سوه يو شپيته حساس ، او پنځه سوه څلور پنځوس حساس ترين ګرځولے شويدي
په ټولو کښې زياتي حساس ترين پولنګ سټيشني جنوبي وزيرستان او شمالي وزيرستان کښې ګرځولے شويدي
شمالي وزيرستان کښې پي کے يو سل يوولس کښې اته شپيته ، پي کے يو سل دولس کښې دري اتيا پولنګ سټيشني حساس ترين د ګرځولو نوټيفيکشن جاري کړے شويدے
دغه رنګه جنوبي وزيرستان کښې پي کے يو سل څوارلس کښې نوي او پي کے يو سل ديارلس کښي څلور څلويښت حساس ترين د ګرځولو اعلاميه جاري کړے شويده
د اليکشن کميشن تر مخه باجوړ پي کے سل کښې اووه ، پي کے يو سل يو باجوړ کښې څلور ، او پي کے يو سل دوه باجوړ کښې پنځلس ، پي کے يو سل دري مومندو کښې شل او پي کے يو سل څلور مومندو کښې څلريشت پولنګ سټيشني حساس ترين ګرځولے شويدي،
په خيبر کښې پي کے يو سل پنځه کښې حساس ترين دري ويشت ، پي کے يو سل شپږ يوويشت، او پي کے يو سل اووه خيبر کښې څلريشت پولنګ سټيشني حساس ترين دي