اليکشن کميشن قبائيلي ضلعو کښې انتخاباتو کښې د ريټائرمنټ اخستونکي اميدوارانو فهرست جاري کړے

اليکشن کميشن اف پاکستان قبائيلي ضلعو کښې انتخاباتو کښې د ريټائرمنټ اخستونکي اميدوارانو فهرست جاري کړے،او فهرست مطابق پنځلس اميدوارانو د انتخاباتو نه خپله د ريټائرمنټ اعلان کړيدے
تفصيلاتو ترمخه اليکشن کميشن اف پاکستان انتخاباتو نه ريټائرمنټ اغستونکي پنځلس اميدوارانو فهرست جاري کړےشويدے
فهرست مطابق پي کے سلم باجوړ نه اميرمحمد اوحضرت علي دريټائرمنټ اعلان کړے
د پي کے يو سل پنځه خيبر نه صاحبزاده سيد محمد،عدنان خان او عبدالرزاق ريټائرډ شوے
پي کے يو سل اووه خيبر تهري نه خان ولي، عبدالرحمان، عبدالغني،او عطاالله ريټائرمنټ اخستے
پي کے يو سل لس اورکزئي نه ګل محمد ريټائرډ شوے
پي کے يو سل يوولس جنوبي وزيرستان ون نه علامه اقبال او پي کے يو سل دولس جنوبي وزيرستان ټو نه بشير احمد خان ريټائرډ شوے
پي کے يو سل ديارلس شمالي وزيرستان نه نويد احمد خان ريټائرمنټ اخستے
پي کے يو سل څوارلس شمالي وزيرستان شهزاد خان ريټائرډ شويدي، دا رنګي
د پي کے يو سل پنځلس فرنټيئر ريجنز نه ملک بهادر د ريټائرمنټ اعلان کړېدې