اليکشن کميشن قبائيلي ضلعو کښې شوي انتخاباتو کښې بري ترلاسه کونکي اميدوارانو نه د اخراجاتو تفصيلات غوښتي دي

اليکشن کميشن کښې دغيرملکي فنډنګ تحقيقاتو حوالې سره د سکروټني کميټي اجلاس شوې

اليکشن کميشن قبائيلي ضلعو کښې شوي انتخاباتو کښې بري ترلاسه کونکي اميدوارانو نه د انتخابي اخراجاتو تفصيلات غوښتي دي،په کامياب اميدوارانو غږ شوي چې ديرشم جولائۍ پورې دي خپلې ګوشوارے جمع کړي
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي بيان کښې د قبائيلي ضلعو انتخاباتو کښې کاميابي ترلاسه کونکي اميدوارانو نه د اليکشن اخراجاتو په حواله تفصيلات طلب کړي شويدي
بيان کښې وئيلي شوي چې انتخاباتو کښې کاميابي ترلاسه کونکي ټول اميدواران دي د روانې مياشتې ديرشمه نيټې پورې دغه ګوشواري جمع کړي
دغه رنګ د صوبائي اسمبلۍ پنځه مخصوص نشستونو د اميدوارانو نه هم د ګوشوارو تفصيلات ديرشم جولائۍ پوري غوښتلي شويدي
بيان کښې زياته کړي شويده چې د ګوشوارو تفصيلات نه جمع کونکي اميدوارانو د کاميابۍ نوټيفيکشن به نه جاري کيږي