اليکشن کميشن ملک کي د رجسټرډ ووټرانو شميره جاري کړي، اي سي پي واي چي دا مهال ووټرانو شميره دولس کروړه ، نهه شپيته لاکه ده، خيبرپختونخوا کي د رجسټرډ ووټرانو تعداد دوه کروړه، شپاړس لاکه او دوه نوي زره دې
اليکشن کميشن د ووټ اچولو اهليت لرونکي خلکو اعداد وشمار جاري کړي، واي چي ملک کي د ووټرانو کل تعداد دولس کروړه ، نهه شپيته لاکه دې، کال دوه زره اتلسم کي دا تعداد لس کروړه ، نهه پنځوس لاکه وو، اسلام آباد کي د ووټرانو تعداد لس لاکه، يوڅلويښت زره، خيبرپختونخوا کي دوه کروړه، شپاړس لاکه، پنجاب کي اووه کروړه دريوشت لاکه، صوبه سند کي دوه کروړه، شپږ شپيته لاکه، او بلوچستان کي دوه پنځوس لاکه نه سيوا دې، ،