اليکشن کميشن په شفاف انتخابا ت کولوکي مکمل توګه ناکام شو: سراج الحق

0
24
Sirajul Haq

امير جماعت اسلامى سراج الحق کوئټه کښې ميډيا سره خبرې کړى ، وئيلى دى چې په بلوچستان کښي حکومتونه تبديل شي خو دهغې باوجود د اولس حالاتو کښي هيڅ قسمه تبديلي نه راځى ،د پيسو پر زور يو څو خلکو لپاره ده ايوان دروازے خلاصي شوې
دا خبرې د جماعت اسلامي امير سراج الحق په کوئټه کښي خبر يالانو سره د خبرو دوران کړيدى
د سراج الحق وينا وه چې اليکشن کميشن په صاف او شفاف انتخابات کولوکښې په مکمله توګه ناکام شويدې
سراج الحق اووئيل چې يو هفته پس هم اليکشن کميشن رزلټ نه دې جارى کړې او نه په اليکشن کښې عوام ته د ووټ اچولو اجازت ورکړې شوې
سراج الحق زياته کړه چې جماعت اسلامى به ملک کښې جمهوريت راؤستو لپاره خپل کوششونه جارى ساتى
سراج الحق مخکښې زياته کړه چې سياسى پارټو سره صرف د احتجاج لار پاتې ده