اليکشن کميشن ډيره اسماعيل خان کښې ترقياتي منصوبواعلان او دې حوالې سره فنډز جاري کولو باندې نوټس اخيستې او ډپټي کمشنر نه نه ئې جواب غوښتې دې
د ډيره اسماعيل خان ريجنل اليکشن کميشن طرف نه ډپټي کمشنر ته ليکلې شوې خط کښې وئيلي شوي چې د ترقياتي منصوبو اعلان شوې او دې لپاره يو ارب اته اتيا کروړه روپو فنډ هم جاري شويدې خط مطابق دغه اعلان او د فنډ اجرا يو سياسي جماعت ته فائده رسولو لپاره شويدي خط ترمخه چې کومو علاقو کښې د بلدياتي انتخاباتو اميدواران پحق رسيدلې ،دغه سيمو کښې اليکشن شيډول جاري شويدې خط کښې د ډي آئي خان ډپټي کمشنر نه د معاملې تفصيلې جواب غوښتې شويدې