اليکشن کميشن کراچې او حيدراباد کښي بلدياتي انتخابات په پنځلسم جنوري کولو حکم کړې

اليکشن کميشن انتخابات آر ايم ايس په ذريعه کولو فيصله کړې

اليکشن کميشن کراچې او حيدراباد کښي بلدياتي انتخابات په پنځلسم جنوري کولو حکم کړې، اليکشن کميشن سند کښې دبلدياتي انتخاباتو دويمې مرحلے په اړه محفوظه فيصله اورولې ده،
اليکشن کميشن لخوا جاري شوي فيصلے کښې وئيلي شوي چې کراچي اوحيدراباد کښې به بلدياتي انتخابات دراتلونکي کال پنځلسم جنوري کيږي، اليکشن کميشن وفاقي حکومت او وزارت داخله ته انتخاباتو لپاره دقانون نافذ کونکي ادارو اهلکار فراهم کولو هدايت کړې، اليکشن کميشن چيف سيکرټري او ائي جي سند ته هم سيکيورټي اهلکار تعنيات کولو حکم کړې، سند هائي کورټ دپي ټي ائي او جماعت اسلامي درخواست باندي اليکشن کميشن ته په پنځلس ورځو کښې دبلدياتي انتخاباتو شيډول جاري کولو حکم کړې وو