اليکشن کميشن کښې دغيرملکي فنډنګ تحقيقاتو حوالې سره د سکروټني کميټي اجلاس شوې

د چيف اليکشن کمشنر او ممبرانو تقررې لپاره سمري صدر مملکت ته ليږلې شويده

اليکشن کميشن کښې د تحريک انصاف خلاف ممنوعه غيرملکي فنډنګ تحقيقاتو حوالې سره د سکروټني کميټي اجلاس شوې چې پکښې د پي ټي آئي لخوا جمع کړي شوي تفصيلاتو جائزه اخستې شوې ده، سکروټني کميټۍ د پي ټي آئي وکيل په څليرشتم دسمبر باندې دوباره طلب کړيدې
سکروټني کميټي اجلاس ته د پي ټي آئي وکيل او د درخواست ګزار اکبرايس بابر وړاندې شول ، دې دوران د پي ټي آئي وکيل تفصيلات وړاندې کړل د کومې چې سکروټنې کميټۍ جائزه واخسته، په دې موقع د پي ټي آئي وکيل استدعا وکړه چې د سکروټني کميټۍ په سوالونو او د اکبرايس بابرپه اعتراضاتو به هغه وروستو په تفصيل سره جواب ورکړي، کومه چې کيمټې منظور کړه او څليرشتم دسمبر باندې د پي ټي آئي وکيل دوباره طلب کړو