اليکشن کميشن کښې د خيبر پختونخوا بلدياتي حلقه بنديانو متعلق کيس سماعت شوي

اليکشن کميشن کښې د خيبر پختونخوا بلدياتي حلقه بنديانو متعلق کيس سماعت شوي

اليکشن کميشن کښې د خيبر پختونخوا بلدياتي حلقه بنديانو متعلق کيس سماعت شوي، سيکريټري بلديات خيبرپختونخوا کميشن ته وئيلي دي چي ديارلس ضلعو کښې تمام انتظامات مکمل شويدي او دولس ضلعو کښې تيارے روان دے، بلدياتي انتخابات حوالي سره مثبت پيش رفت باندي چيف اليکشن کمشنر د اطمنان اظهار کړے دے ،
اليکشن کميشن کښې د خيبرپختونخوا بلدياتي حلقه بندو متعلق کيس سماعت شوي، چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان په مشرۍ کښې پنځه کسيزه پينچ د کيس سماعت کړے دے ،
په دي موقع سيکريټري بلديات خيبرپختونخوا خپل رپورټ کميشن ته جمع کړواو ووئيل چي تراوسه پوري ديارلس ضلعو کښې انتخابي تيارياني مکمل شويدي او دولس ضلعو کښې کار روان دي، شلم مارچ پوري به حلقه بنديانو حوالي سره تمام معاملات حل شي،
سيکريټري بلديات اووئيل چي وزير اعلي محمود خان هم د بلدياتي انتخاباتو لپاره ټائم لائن منظور کړے دے او د حلقه بنديانو قواعد منظورۍ لپاره کابيني ته ليږلے شويدي،
بلدياتي انتخابات حوالے سره مثبت پيش رفت باندي چيف اليکشن کمشنر د اطمنان اظهار کړے دے او وئيلي دي چي د رپورټ به تفصيلي جائزه اخستلے شي