اليکشن کميشن کښې د پي ټي آئي غيرقانوني فنډنګ حوالې سره د کيس سماعت شوے

اليکشن کميشن کښې د پي ټي آئي غيرقانوني فنډنګ حوالې سره د کيس سماعت شوے

اليکشن کميشن کښې د پي ټي آئي غيرقانوني فنډنګ حوالې سره د کيس سماعت شوے،پي ټي آئي لخوا جنرل سيکټري عامرمحمودکياني نه وو وړاندې شوے،اليکشن کميشن د پي ټي آئي جنرل سيکټري ته د پيش کيدو لپاره دوباره نوټس جاري کړے، بلخوا دهمکيانو حوالې سره درخواست باندې اليکشن کميشن د اکبرايس بابر په اووه ويشتمه فرورۍ ذاتي حيثيت کښې طلب کړيدے
د چيف اليکشن کمشنرسکندرسلطان راجه په مشرۍ کښې پينځه کسيزه بينچ د پي ټي آئي غيرقانوني فنډنګ حوالې سره د کيس سماعت کړے، اليکشن کميشن د پي ټي آئي سيکريټري جنرل نن طلب کړے وو ولې عامرمحمودکياني اليکشن کميشن ته پيش نه شو،اليکشن کميشن د پي ټي آئي سيکريټري جنرل ته دوباره سره د ريکارډ او تفصيلاتو پيش کيدو نوټس جاري کړيدے، اليکشن کميشن کښې د اکبرايس بابر په يوبل درخواست باندې هم سماعت شوے،اکبرايس بابرالزام لګولےچې پي ټي آئي لخوا ورته دهمکيانې ورکولے کيږي، او د کيس واپس اخستو لپاره پرې دباؤ اچولےکيږي،لهذا اليکشن کميشن دې د دې معاملې نوټس واخلي، اليکشن کميشن د اکبرايس بابردرخواست سماعت لپاره مقرر کړے او په اووه ويشتمه فرورۍ په ذاتي حيثيت کښې طلب کړيدے