اليکټرانک ووټنګ مشين سره به انتخابى دهاندلى مخنيوى اوشى ، بابراعوان

دپارليماني چارولپاره وزیراعظم صلاکار بابر اعوان وئيلي چه اليکټرانک ووټنګ مشين به دانتخابي دهاندلۍ مخنوي کوي ، پته نه لګي چه اپوزيشن ولي ددي نه ويره کوي؟بلخوا اعظم سواتي وائي چه اليکشن کميشن د اپوزيشن ژبه وائي ،اليکشن کميشن دچا په وينا ادارے تباه کوي ؟

اسلام آباد کښي د وفاقي وزير ريلوے اعظم سواتي سره شريک خبري غونډي ته د وينا په وخت بابر اعوان اوئيل چه حکومت انتخابي اصلاحات ، اي وي ايم او، آئي ووټنګ مخ په وړاندي بوځي بابر اعوان اوئيل چه داڅي تاثر ورکړي کيږي چه ګني حکومت راتلونکي اليکشن کښي د ټګۍ کولولپاره د اي وي ايم خبره کوي ولي د اليکټرانک ووټنګ مشين خبره په وړمبي ځل د پيپلز پارټۍ په دور کښي شوي وه ، ماضي کښي صدر عارف علوي هم دي سلسله کښي درخواست ورکړي دے دبابر اعوان وينا وه چه کال دوه زره اوولسم کښي دنواز شريف حکومت وو د عمران خان راتلو وړاندي اپوزيشن په دي کار شروع کړي وو، ولي اوس اليکشن اصلاحات متنازعه جوړولي کيږي په دي موقع د وزير ريلوے اعظم سواتي وينا وه چه د ملک نه باهر ميشته پاکستانيانو د ووټ حق لپاره به د څه قسمه قربانۍ نه ډډه اونکړو اعظم سواتي اوئيل چه په اپوزيشن د مني لانډرنګ يو شمير مقدمے روانې دي ، زما سره ډير رازونه دي ولي حلف مي پورته کړي ځکه زه به دي رازونو څخه پرده پورته نکړم ، د چيف اليکشن کمشنر تعيناتي ځنګه شوي وه؟ ، ماته ټول پته ده، اعظم سواتي اوئيل چه اليکشن کميشن د اپوزيشن ژبه وائي ،اليکشن کميشن دچا په وينا ادارے تباه کوي ؟ اعظم واتي اوئيل چه په څو ورځو کښي به پارليمان کښي قانون سازي راړو ، مونږ به اليکشن کميشن کښي داڅي نظام راوړو چه راتلونکي نسلونه به اعتراض اونکړي شي