الېکشن کمېشن د قبائلي سيمو متعلق د ووټونو فېصله برقرار ساتلې

0
30

اليکشن کميشن د قبائيلي سيمو انتخاباتو متعلق خپله فيصله برقرار ساتلے او د متحده قبائل پارټۍ درخواست ئي رد کړے ،متحده قبائل پارټۍ غوښتنه کړي وه چي د قبائيلي سيمو صوبائي اسمبلۍ ټاکني دي دصوبي نورو سيمو سره په يو وخت اوکړے شي

اليکشن کميشن کښې د قبائيلي سيمو صوبائي اسمبلۍ انتخاباتو حوالے سره درخواست باندي سماعت شوے،اليکشن کميشن د متحده قبائل ګونډ درخواست رد کړے او قبائيلي سيمو کښې ټاکنو حوالے سره فيصله برقرار ساتلے ده
د متحده قبائيل پارټي لخوا اليکشن کميشن کښې درخواست جمع کړے شوے کوم کښې چي دا غوښتنه شوي وه چي قبائيلي سيمو کښې دي د صوبائي اسمبلۍ ټاکني د صوبے نورو سيمو سره په يو وخت اوکړے شي
درخواست کښې دا مطالبه هم شوي وه چي په يو وخت ټاکنو لپاره دي د خيبر پختونخوا اسمبلۍ ټاکني څلور مياشتو پورے اوځنډولے شي، په کوم چي اليکشن کمشنر اوئيل چي يخني موسم کښې په يخو علاقو کښې بيا خلقو ته مشکلات وي او دغي سره ئي دراخواست رد کړو