الېکشن کمېشن کښې د اميدوارانو د ګوشوارو جمع کولو نن آخري ورځ

0
10

د منتخب شوې قامى او صوبائى اسمبلو د اميدوارانو ګوشوارې جمع کولو نن اخيرى ورځ ده ، اليکشن کميشن مطابق چې کومو اميدوارانو ګوشوارې جمع نکړې د هغوى د کاميابۍ نوټيفيکشن به اودرولې شى ،اليکشن کميشن انتخاباتو نه وړاندې ټولو اميدوارانو ته د اليکشن اخراجاتو لپاره د جدا بينک اکاونټ پرانستو هدايت کړې وو
اليکشن کميشن کښې د انتخابي اخراجاتو تفصيلات جمع کولو نن اخري ورځ ده،د منتخب اميدوارانو لخوا اخراجاتو تفصيلات جمع کولو وروستو به اليکشن کميشن د کامياب اميدوارانو نوټيفيکشن جاري کوي،د نوټيفيکشن جاري کيدو نه پس دري ورځو کښې دننه آزاد اميدواران سياسي جماعت کښې د شموليت اعلان کولي شي
اليکشن کميشن مطابق په اووم اګست به د ټولو سياسي جماعتونو ممبرانو شميره په ډاګه شي او په اتم اګست به د مخصوص نشستونو اعلان کولي شي
اليکشن کميشن وائي چي په نهم اګست به ټولو اميدوارانو د کاميابې نوټيفيکشن جاري کړې شي چي وروستو به ئي د قامي او صوبائي اسمبلو اجلاسونه رابللې شي،د قومي اسمبلې وړومبي اجلاس کښې به څوګند پورته کولو وروستو به اراکين د سپيکر او وزيراعظم انتخاب کوي