امارت اسلامي به کوشش کوي چې بهر ملکي سرمايه کاروته افغانستان کښې سرمايه کارې لپاره ښه ماحول فراهم کړي

دافغانستان عبوري نائب وزيراعظم عبد سلام حنيفي وئيل چې امارت اسلامي به  کوشش کوي چې بهر ملکي سرمايه کاروته افغانستان کښې سرمايه کارې لپاره ښه ماحول فراهم کړي

دافغانستان عبوري نائب وزير برائے اطلاعات ذبيح لله مجاهد په يو ټويټ کښې وئيلې دې چې  تېره ورځ دډاکټر الېګز ينډر په مشرې کښي روسي سرمايه کارو نائب وزيراعظم  عبد سلام حنيفي سره  کابل کښې ملاقات کړې دې، ملاقات کښې د تيلو او ګيس زخائرولټون پشمول نورو شعبو کښې سرمايه کارې په اره خبرې اترې شوي دي،

ذبيح لله مجاهد تر مخه ملاقات کښې د يو نوې سيمنټ پلانټ لګولو په حقله هم خبرې شوي دي، ذبيح الله مجاهد وائي چې چې افغانستان يو جنګ ځپلې ملک دې او دسرمايه کارو ته سهوليات ورکولو لپاره ټول اقدمات پورته کولې شي