امريکائي جنرل جان نکلسن د حزب اسلامي او افغان فورسز ترمينځه لوظناے هرکلي کړېدے

0
42
جنرل نکولسن طالبانو سره امن مذاکراتو سټرټيجى کاميابى ګرځولى

امريکائي جنرل جان نکلسن د حزب اسلامي او افغان فورسز ترمينځه لوظناے هرکلي کړېدے او هيله ئي څرګنده کړيده چې دي سره به افغان شخړه حل کولو کښې مرسته ترلاسه شي
واشګنټن کښې خبريالانو سره د خبرو په وخت د جنرل جان نکلسن اوئيل چې د افغان فورسز د طالبانو سره لوظنامه د ځنډ ښکار شويده او هم دغه وجه ده چې د افغان ځواکونو په هيواد کښې اثر نور نشي سيوا کيدے
هغه دعوي اوکړه چې وس هم افغانستان کښې اوويا فيصده علاقو باندي د افغان فورسز کنټرول دے ولي صرف په لس فيصده سيمو کښې د طالبانو اثر موجود دے
امريکائي جنرل دا هم اوئيل چې طالبان د خپلے منصوبے مطابق هدفونه ترلاسه کولو کښې کاميابي نده ترلاسه کړې او دريځ ئي خپل کړو چې د افغان ځواکونو په مړينه کښې کمي د وخت مهم ضرورت دے ځکه چې صرف د تير يو کال دوران پينځه زره نه سيوا افغان سيکيورټي اهلکار وژلي شويدي