امريکائي صدر په څلورم ځل د مسله کشمير حل لپاره د ثالثۍ پيشکش کړې

د کشمير مسئلې حل لپاره چې څه هم کيدې شې کولو له تيار يم: صدر ډونلډ ټرمپ

امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په څلورم ځل د مسله کشمير حل کولو لپاره د ثالثۍ پيشکش کړيدې، وئيلي دي امريکه غواړي چي د پاکستان او بهارت ترمنځه دغه مسله حل شي، ټرمپ وائي چي کشمير شخړه باندي به د دواړه ملکونو مشرانو سره ډير زر خبري کوؤم، او د خبرو اترو د لاري به دغه مسله حل کيږي
امريکي ميډيا رپورټس ترمخه صدر ټرمپ وائټ هاوس کښې د خبريالانو سره خبرو دوران وئيلي دي چي امريکه اوس هم د مسله کشمير حل کولو کښې ثالثي کردار ادا کولو لپاره تياره ده
صدر ټرمپ وئيلي دي چي مسله کشمير سلسله کښې به د پاکستان او بهارت قيادت سره ډير خبري کوؤم او اميد دے چي د کشمير شخړي حواري او کشيدګۍ خمتولو لپاره به پيش رفت اوکړې شي،
دي نه وړاندي هم امريکائي صدر د کشمير مسلي حل کولو لپاره دري ځله د ثالثې پيشکش کړې وو ولي هند دغه وړانديزونه رد کړي