امريکائي کانګريس کښې پاکستان د نان نيټو اتحاديانو فهرست نه د لرې کولو بل وړاندې کړې شوي

0
332

امريکائي کانګريس کښې پاکستان د نان نيټو اتحاديانو فهرست نه د لرې کولو بل وړاندې کړې شوي کوم چي د ضروري کارروائي لپاره د کانګريس د خارجه چارو کميټې ته ليږلې شويدې،قرار داد کښې نان نيټو اتحادي جوړيدو لړ کښې پاکستان لپاره نوي شرطونه ايخودې شويدې
د ري پبلکن پارټې رکن اينډې بګز امريکائي کانګريس کښې د پاکستان نان نيټو اتحادي درجه ختمولو لپاره بل وړاندې کړيدې،ايوان کښې پيش کړې شوي بل وئيلي شويدي که چرې يو امريکائي صدر پاکستان په دې فهرست کښې بيا شاملول غواړي نو د کانګريس کښې به ورته دا تصديق وړاندې کول وي چي پاکستان د حقاني نيټ ورک ټهکانې او آزادنه نقل و حمل اودرولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړيدي
بل کښې دا هم وئيلي شويدي چي د ګانګريس د تصديق نه پس به امريکائي صدر پاکستان ته د نان نيټو اتحادي درجه ورکولې شي
د ري پبلکن غړي اينډي بګز دغه بل د ضروري کارروائي لپاره د کانګريس د خارجه امورو کميټې ته سپارلې شويدې