امريکنى استاذي زلمي خليل زاد وئيلي دي چې پوځي آپريشنونه د افغانستان مسئله نه ده

امريکنى استاذي زلمي خليل زاد وئيلي دي چې پوځي آپريشنونه د افغانستان مسئله نه ده  بايد چې تل پاتې سولې لپاره سياسي جوړجاړی وشي،هغه خبردارۍ ورکړېدے چې د زور د لارې اقتدار ته رسيدلې حکومت به امريکه چرې هم قبول نه کړي

هندوستان ټائمز سره مرکه کښې زلمي خليلزاد وئيلي دي چې طالبان تاؤ تريخوالي کښې سيوا والې راوستو د لارې په دې جنګ کښې کاميابي نه شي ترلاسه کولے هغه طالبانو له خبردارۍ ورکړېدے که چرې دوي د طاقت په زور افغان حکومت ترلاسه کړو نو د سيمې او نړۍ ملکونه به ئې چرې هم تسليم نه کړي د يوې پوښتنې په جواب کښې زلمي خليلزاد ووئيل چې پوځ انخلا نه پس به هم افغانستان يواځې پرينږدو او دا چې امريکني بجټ کښې د افغان فورسز پياوړتيا لپاره درې اعشاريه درې بلين ډالرو امداد مختص کولې شي