امريکني استازي زلمي خليل زاد د طالبانو دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات کړې

امريکني استازي زلمي خليل زاد د طالبانو دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات کړې

امريکني استازي زلمي خليل زاد دو حه کښې د طالبانو دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات کړې او ورسره ئې افغان سولې عمل،قيديانو تبادلې او بين الافغاني مذاکراتو په معاملو خبرې کړيدي
په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې زلمي خليل زاد وئيلي دي چې هغه او د امريکې ډيوپلمنټ فنانس کارپوريشن سي اي او ايډم بوهلر دوحه کښې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات کړېدے
بيان ترمخه ملاقات کښې د افغانستان اقتصادي پرمختګ او سولې عمل مخ په وړاندې بوتللو په معاملو خبرې شويدي
بيان کښې زياته کړي شويده چې ملا عبدالغني برادر او د هغه ټيم په دې متفق وو چې د افغانستان استحکام لپاره ټول افغانان دې بايد خپلو کښې يو موټي شي
د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد لخوا جاري شوي بيان ترمخه دې ملاقات کښې د قيديانو تبادلي عمل زر تر زره مکمل کولو او بين الافغاني مذاکرات شورو کولو په معاملو هم د خيالاتو بدلون شويدے