امريکني استازي زلمې خليل زاد يو وارې بيا د سيمې د ملکونو په دوره دے

افغانستان نه د پوځ انخلا په ځائې امن بحالۍ په تعاقب کښې يو: زلمي خليل زاد

افغان مفاهمتي عمل لپاره امريکني استازي زلمې خليل زاد يو وارې بيا د سيمې د ملکونو په دوره دے،خليل زاد به افغانستان ،بهارت او پاکستان نه علاوه د نورو ملکونو سفر کوي،امريکني استازې به قطر کښې د طالبانو وفد سره هم ملاقات کوي
د امريکې د خارجه محکمې لخوا جاري شوي بيانيه کښې وئيلي شويدي چې زلمې خليل زاد دا دوره به د روانې مياشتې يوؤلسمه نيټې پورې جاري وي
بيان ترمخه امريکني استازې به افغانستان،بهارت،پاکستان،قطر،روس او برطانيې سفر کوي چې مقصد ئې افغان سولې عمل لپاره روان کوششونو ته وده ورکول دي
بيان کښې زياته کړي شوېده چې زلمې خليل زاد به قطر کښې د طالبانو نمائندګانو سره هم ليده کاته کوي او دوي به بين الافغاني مذاکراتو ته ناستې لپاره د رضا کولو کوشش کوي
ياده دې وي چې افغان سولې عمل په حواله د سيمې او د نړې نورو ملکونو ته د زلمي خليل زاد دا اوومه دوره ده