امريکني پوځيانو د افغانستان نه ستنيدلو عمل شروع کړېدے

امريکني پوځيانو د افغانستان نه ستنيدلو عمل شروع کړېدے

دوحه سولې تړون ترمخه امريکني پوځيانو د افغانستان نه ستنيدلو عمل شروع کړېدے، فرياب ولايت نه امريکنيانو وتلو عمل دوران د دغې صوبے والې د اوښکو او سلګو سره امريکني پوځيانو ته په مخه ښه وئيلي دي
طالبانو سره سولې تړون مطابق امريکني پوځيانو د افغانستان نه واپسې عمل شروع کړېدے
د فاریاب ولایت نه امريکني پوځيانو انخلا په وخت غمژن ماحول جوړ شوي وو او د فرياب ګورنر نقيب الله فايق د اوښکو او سلګو سره امريکني پوځيانو ته په مخه ښه وئيلي دي
دې سلسله کښې په سوشل ميډيا د فرياب د والي او امريکني جرنيل تصويرونه وائرل شويدي چې پکښې دواړه مشران يو بل ته په مخه وئيلو دوران ژاړي
د فرياب والي په ټوئټر ورکړي شوي خپل بيان کښې وئيلي دي چې نن مې خپل يوخوږ ملګري ته په مخه ښه ووئيل
بيان کښې زياته کړي شويده چې د امريکني پوځيانو موجودګۍ لوجې فارياب ولايت د طالبانو لاس ته د ورتللو خطرې ختم شوې وې